په پکتیا کې د وسله والو طالبانو یو مهم غړی ونیول شو
ګریز/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۱۲ مه په پکتیا ولایت کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مالي امکاناتو د راټولو مسوول ونیول شو. ځايي چارواکي وايي چې دغه کس پرون د ملي امنیت د منسوبینو له لوري په مرکز ګردیز ښار کې نیول شوی دی. د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې دغه کس له یوې تومانچې سره یوځای نیول شوی او دا مهال تر پوښتنې لاندې دی. پای/وصال