ګردیز باختر د چنګاښ ۱۶ مه
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د زرمت ولسوالۍ په مموزیو کې د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قوماندان وژل شوى دی.
د امنیه قوماندان ویاند سردار ولي تبسم د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې، افغان ځواکونو نن سهار د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په ترسره شویو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو سیمه ييز قوماندان وژل شوی دی.پای/وصال