په پکتیا کې د سلګونو جریبه کرنیزې ځمکې د اړتیا اوبه تامین شوې

ګردیز / د غبرګولي / ۲۵/ باختر
په پکتیا کې د خړوبولو د یو کانال په جوړېدو سره د سلګونو جریبه کرنیزې ځمکې د اړتیا اوبه تامین شوې .
د کلیو د بیا رغونې او پراخیتا وزارت وایی چې دغه کانال د یو ميلیونو شپږ سوه زره افغانیو په لګښت جوړ شوی دی .
دغه وزارت باختر اژانس ته د یوې خبر پاڼې په لېږلو سره وایی چې دغه کانال کولای شي چې د احمد اباد په ولسوالۍ کې د بزګرانو څه نا څه څلور سوه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي .
دغه کانال د غره له لمنۍ د چشمې اوبه کروندو ته رسوي .
بزګران د دغه کانال له جوړېدو خوشحاله دي او وایی چې د اوبو شتون د دوی کرکیلې ته سمون ورکوي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته