ګردیز/دلیندۍ۱۱مه/باختر
د پکتیا په ولایتي روغتون کې د څوارلسو میلیونو افغانیو په لګښت د ناروغانو د پایوزانو لپاره دوې تم خونې ورغول شوې.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې یادې تم خونې د دولت له بودجې څخه د څوارلسو میلیونو افغانیو په لګښت رغول شوي چې په یوه وخت کې د ۵۰۰ پایوزانو د ځایولو وړتیا لري.
پای/وصال