– کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
دوه سیمه ییز پولیسان تېر ماښام په ګردېز ښار کې د طالبانو په برید کې شهیدان شول.
د پکتیا امنیه قوماندان حیات الله نظامي باختر آژانس ته وویل چې دغه دوه پولیسان د ګردېز ښار د لرګیو اډې په ساحه کې هغه وخت شهیدان شول چې وسله والو طالبانو له چادرۍ سره په استفادې سره پر امنیتي پوستې برید وکړ.
هغه وویل چې په دې پېښه کې څلور ماشومان هم ټپیان شوي دي.
پای / سعیده
10 د یوې دقیقې څخه لږ