ټولنه

په پکتيکا کې څو واټونه ترميميږي

کابل/ باختردسلواغې دمياشتې ١٥نيټه
په پکتيکا ولايت کې پرون د ١٢٦کيلومترو په اوږدوالي د څو واټونو د ترميمولو کار پيل شو.
دپکتيکا د والي وياند محمدالرحمن اياز باختر آژانس ته وويل چې د پکتيکا ولايت په مربوطاتوکې دښرنې – زرغون ښار، ښرنه – سرده بند، ښرنه – مټاخان او ښرنه –  سرحوضه واټونه د١٢٦ کيلومترو په اوږدوالي د فوايد عامې وزارت د ساتنې او څارنې له بودجې څخه د دولس نيمو ميليونو افغانيو په لګښت ترميميږي.
د دغې پروژې د کار د پرانيستلو په غونډه کې د پکتيکا ولايت ملکي او پوځي مسوولينو، د ولايتي شورا رئيس او غړو او د دغه ولايت قومي مشرانوګډون کړى و.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته