امنیت

په پکتيکا کې په دوو جلاجلا هوايي بريدونوکې اته ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٦
د پکتيکا ولايت په برملې ولسوالۍ کې تېره شپه د آيساف د جنګي الوتکو په بريدونو کې ٢٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د پکتيکا ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر نثار احمد عبدالرحيم زي د باختر آژانس خبريال ته وويل:
د آيساف د ځواکونو جنګي الوتکو د برملې ولسوالۍ په مربوطاتوکې هوايي عمليات ترسره کړل چې له امله يې د مولوي سنګين په نامه د حقاني شبکې يو قوماندان له ٢٤ تنو افرادو سره يې ووژل شو.
خبرځاى زياته کړه: په دغوکسانو د ناټو د جنګي الوتکو له خوا هغه وخت بريدونه وشول چې د برملې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ماين ښخولو او د تروريستي بريدونو د ترسره کولو لپاره دغې ساحې ته ورغلي وو.
د يوبل خبرله مخې: دپکتيکا ولايت د سر روضې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ناټو د جنګي الوتکو په بريد کې ٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د پکتيکا ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې بريدکې د وسله والو طالبانو د ډلې يو مشهور قوماندان نظربيک ووژل شو.
دغه بريد د پکتيکا ولايت د سر روضې او د ارګون د ولسواليو ترمنځ په پيرګوټې ساحه کې ترسره شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته