–کابل باختر د وري دولسمه
په پکتيکا ولايت کې دملي ځواکونو په عملياتوکې ٣٣ وسله وال مخالفين وژل شوي دي .
دغه مخالفين په هغو لس ورځنيو عملياتو کې چې دملي اردو د ځواکونو له خوا په دغه ولايت کې ترسره شوې وژل شوي دي .
په پکتيکا ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو ددويمې لوا قوماندان جنرال زمري باختر اژانس ته وويل،دغه عمليات د ١٣٩١ هجري لمريز کال په پيليدو سره دنورو افغان ځواکونو په مشارکت پيل شوي و چې پرون پاى ته ورسيدل .
ده زياته کړه ،دپکتيکا ولايت په بيلابيلو ولسواليو کې په دغو عملياتوکې ٣٣ وسله وال طالبان وژل شوي اوپنځه تنه يې نيول شوي اوزيات شمير جنګي وسايل يې دافغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي
ده څرګنده کړه، دوژل شويو طالبانو په جمله کې زيات شمير پاکستانيان هم و چې د ډيورند له کرښي څخه دتيريدو په وخت کې وژل شوي دي .
جنرال زمري وويل، نولس ماينونه هم افغان ځواکونو د عملياتو په وخت کې شنډ کړي دي دغه راز په دغو عملياتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتي .
له دغو عملياتو سره دنړيوالو ځواکونو هوايي ملاتړ هم و .
0 1 دقیقه لوستل