ښرنه باختر د غويي د مياشتې ١٢ مه
د پکتيکا ولايت په مرکزښرنه او مټاخان ولسوالۍ کې یو شمېر ښوونځي د وسله والو طالبانو د ګواښ له امله تړل شوي او ورته ويل شوي دي چې تر هغو پورې چې د نوم ليکنې مرکزونه له ښوونځيو لرې نه کړي ښوونځي به تړل شوي وي.
د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي ګل اغا د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته ويلي چې؛په مټاخان ولسوالۍ کې له تېرو دريو ورځو را په دې خوا یو شمېر ښوونځي د زده کونکو پرمخ تړل شوي دي.
هغه زياته کړه چې؛ وسله والو طالبانو ورته ګواښ کړی چې له ښوونځيو څخه دې د نوم ليکنې مرکزونه لرې کړي او که يې لرې نه کړي ښوونځي به د زده کونکو پرمخ تړلي وي.
سرچينه زياتوي چې؛ تر ۷ زيات ښوونځي په دغې ولسوالۍ کې تړل شوي دي او قومي مشرانو او ځوانانو هڅه وکړه څو ياد ښوونځي د زده کونکو پرمخ خلاص کړي خو ونه توانېدل.
د خواجه خېلو د کلي اوسېدونکي او مدني فعال علي محمد نظري وويل چې؛ په مرکزکې يو شمېر او مټاخان ولسوالۍ کې ټول ښوونځي د وسله والو طالبانو د ګواښ له امله تړل شوي دي.
د مرکز ښرنې يو تن زده کونکي شاولي وويل چې؛ د ټاکنو کمېسيون دې يا د نوم ليکنې ځايونه تبديل کړي او يا دې هم قومي مشران وسله والو طالبانو ته قناعت ورکړي چې ښوونځي خلاص کړي.
هغه وويل چې مسوولين دې دې موضوع ته قانوني حل لاره ولټوي تر څو زده کونکي له زده کړو بې برخې پاتې نه شي.
د پوهنې د رياست د اسلامي زده کړو امر محمد کريم اتلوال وويل چې؛ دوی ټولو ښوونکو او زده کونکو ته امر کړی چې ښوونځيو ته لاړ شي ځکه ټاکنې يوه ملی پروسه ده.
هغه په دې اړه له نورو ويلو ډډه وکړه.
بل خوا د مټاخان ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالودود اندړ وايي، طالبانو په مټاخان کې د لري پرتو سیمو یوشمېر ښوونځیو تړلي او هغه ښوونځي خلاص دي چې سیمې یې د دوی تر ولکې لاندې دي.
اندړ وايي، هڅې یې پیل کړي چې تړل شوي ښوونځي پرانیزي.
د ټاکنو د کمېسيون سرپرست بلال شهباز هم وايي چې دوی د پلان له مخې ياد مرکزونه جوړ کړي چې اوس يې بدلول د دوی د وس خبره نه ده.
ديادونې وړده چې يوه اوونۍ مخکې په مرکز ښرنه کې ۷ ښوونځي د وسله والو طالبانو د ګواښ له امله تړل شوي و چې اوس مهال يو شمېر زده کوونکي د ښوونکو په ټينګار زده کړو ته حاضريږي.پاى- وصال
0 2 دقیقې لوستل