ښوونه او روزنه

په پکتيکا کې له ۷۴ نجونو څخه د قابلګۍ لپاره ازموينه واخیستل شوه

-ښرنه باخترد زمري  د میاشتې ۲۱ مه
په پکتیکا ولایت کې د ټولنې د قابله ګۍ (سي،ام،ای) لپاره له ۷۴ تنو نجونوڅخه ازموینه واخیستل شوه چې له ډلې به يې ۳۰ تنه بریالۍ نجونې په دوه کلنه دوره کې په مسلکي ډول وروزل شي.
د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رېیس ډاکټر ولي ګل خروټي باختر اژانس ته وويل چې د (سي مي) په نامه پروګرام به په خپله دوه کلنه دوره کې ۳۰ نجونو ته په اړونده برخه کې مسلکي زده کړې ورکړي.
دده په خبره دغه نجونې به تر فراغت وروسته په بېلابېلو روغتیایي مرکزونو کې دندې تر سره کړي او په دې سره به په دې برخه کې شته ستونزې له منځه لاړې شي.
د یادونې وړ ده، د ټولنې لپاره د قابله ګۍ ښوونځي یا ( CME ) د یونسیف په مالي مرسته د ادا موسسې له خوا د پکتیکا ولایتي ادارې په غوښتنه او هلو ځلو تر ځنډ وروسته بیا خپل فعالیت پېل کړ.پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته