په پکتيکا کې د پوهنې د پياوړتيا په موخه غونډه شوه

ښرنه باختر د وري د مياشتې ١٢ مه
د  پکتيکا ولايت ديني  عالمانو د پوهنې د پرمختګ او پياوړتيا په موخه غونډه وکړه.
د باختر اژانس د سيمه يېز خبريال د خبر  له مخې:
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه،د پکتيکا د والي مرستيال عطاءالله فضلي وويل چې، په روان کال کې به د تېرو کلونو په پرتله د هیواد په کچه د پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شي.
هغه له ولسونو هيله وکړه چې د روښانه راتلونکي په موخه خپل ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړي او له ديني عالمانو څخه يې هم وغوښتل چې د سولې په برخه کې هلې ځلې وکړي.
په همدې حال کې ديني عالمانو ډاډ ورکړ چې، د ممبرونو له لارې به خلک وهڅوي څو خپل ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړي.پاى – وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته