امنیت

په پکتيکا کې د پوليسو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې ده

ښرنه باختر د لیندۍ د میاشتې ۶ مه
د پکتيکا ولایت په مرکز ښرنه کې د پولیسو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې چې له امله يې د پولیسو په ګډون عامو خلکو ته هم د سر او مال زیانونه اوښتي دي.
دغه نښته تېر ماښام د ښرنې په زړه کې د امنيې قومندانۍ اړوند د لومړۍ حوزې او د کنډک د پولیسو ترمنځ شوې ده.
عیني شاهد منور مبارز د باختر اژانس سیمه ييز خبريال ته ويلي چې  دغه پېښې دخلکو په  زړونو کې وېره خپره کړې او وايي چې پوليس خپل سري دي ځکه ورته کارونه ترسره کوي.
هغه له دولت څخه غواړي چې ياد کسان دې د قانون منلګولو ته وسپال شي او د خلکو په وړاندې دې علني محکمه شي،څو د نورو لپاره عبرت پاتې شي.
يو بل تن عيني شاهد عيسی هم وويل چې د پوليسو د خپل منځي نښتې له امله د ښرنې ښار بازار ټول وتړل شو او د خلکو په منځ کې ويره خپره شوه.
هغه وايي چې دغه ډول پېښې د خلکو په کاروبار بدې اغېزي کوي او په ښار کې د خلکو تګ راتګ کم رنګی کوي.
په ورته وخت کې د ښرنې د ملکي روغتون يوې سرچينې دنوم نه ښودلو په شرط  وويل چې د پوليسو په خپل منځي نښتې څخه ورته ۲۰ تنه ټپيان وروړل شوي دي.
سرچينه زیاتوي چې په ټپيانو کې د امنيې قومندانۍ د جنايي جرمونو د عمومي مدير په ګډون پولیس او ملکي وګړي دواړه شامل دي.
هاخوا بيا د پکتيا د امنيې قومندانۍ وياند شاه محمد ارين وايي، چې د پوليسو په خپل منځي نښته کې دريو تنو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې،خو له نورو جزیاتو ورکولو يې ډډه وکړه.
د يادونې وړده چې د پوليسو ترمنځ دغه خپل منځي نښته مازديګر د څلور بجو شاوخوا پيل اوتر ماښامه يې دوام وکړ.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته