ټولنه

په پکتيکا کې د نږدې ۵،۸ ميليونو افغانيو په لګښت د اوبو رسولو پروژې پیل شوې

ښرنه باختر د تلې د میاشتې ۲۶ مه
په پکتيکا ولایت کې د کر کیلې او مالدارۍ وزارت له خوا په شل جریبه ځمکه کې د اوبو منظم سیستم،شنه بېلابېل بوټي،باغونه او د اوبو د يوې لويې زېرمې درغولو چارې پیل شوې.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د باختر اژاس سيمه یيز خبریال ته وویل چې به دغو پروژو کې  پخې ویالې، شمسي سیسټم، د اوبو رسولو منظم سیسټم او د اوبو یوه لویه زېرمه شامل دي چې د کرکيلې او مالدارۍ وزارت له خوا د نږدې ۸،۵ میلیونو افغانيو په لګښت جوړيږي.
وحدت زیاتوي چې د دغو پروژو ترڅنګ د کرنې په ریاست کې څلور نورې بېلابېلې پروژې هم تر کار لاندې دي چې د ځینو چارې یې تر نمایي او د ځینو نورو یې په بشپړېدو دي.
په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د کرنې رېیس نصیراحمد سباون بيا خلکو ته ډاډ ورکړ چې ټولې پلي کېدونکې پروژې به په پوره شفافیت سر د پورپوزل مطابق مخته وړي او هڅه به وکړي چې کارونه یې په پوره شفافیت سره ترسره شي.
له بلې خوا پکتیکاوال بيا وايي چې دغه ولایت خورا پراخې کرنیزې ځمکې لري ،که اسانتياوې ورته برابرې شي، نو وبه توانېږي چې خپل کرنیز محصولات لوړ او نورو ولایتونو او هېوادونو ته هم صادر کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته