په پکتيکا کې د طالبانو د مهم قوماندان وژل کېدل
ښرنه باختر د وري د مياشتې ١٢مه
د پکتيکا ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو يو مهم قوماندان ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
ځايي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو دغه قوماندان د ا فغان ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي دى.
د پکتيکا د امنيت امر عبدالروف مسعود د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې،پرون په مټاخان ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو ډله يېز بريد کړى.
هغه زياتوي چې په دغه نښته کې د حمزه په نامه د وسله والو طالبانو يو مهم قوماندان وژل شوى او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي.
سرچينه زياتوي چې په دغه نښته کې سيمه يېزو پوليسو ته زيان نه دى اوښتى او د وسله والو ډله يېز بريد بېرته په شاتمبول شوى دى.پاى _ ځدران