ټولنه

په پکتيکا کې د بېلابېلو ميوو بڼوڼه جوړيږي.

کابل باختر دمرغومې اووه ويشتمه
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت غواړي چې د پکتیکا ولایت په اوو ولسوالیو کې له خلکو سره د بڼوڼو په جوړولو کې مرسته وکړې او په دې برخه کې ټول امکانات ورته برابر کړي.
دباختر اژانس د خبر له مخې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د کرنې ،اوبولګولو او مالدارۍ ملي پروژې له رېیس محمد عثمان صافي سره په کابل کې په همدې اړه ځانګړې کتنه درلوده.
چې اوس د پکتیکا په اوو ولسوالیو کې د بڼوڼو د جوړولو سروې پیل شوې.

په دغه پروژه کې نه یوازې دا چې خلکو ته میوه لرونکي نیالګي ورکول کیږي بلکې د اوبو ژورې څاګانې، لمريزه برښنا، د اوبوکوچني بندونه، د زړو بڼوڼوبيا رغاونه او په دې برخه کې ټول امکانات د خلکو په واک کې ورکول کیږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته