امنیت

په پکتيکا کې دوه تنه د ماين په چاودنه کې ووژل شول

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر:
دوه ملکيان په پکتيکا کې  د ماين په چاودنه کې ووژل شول
دغه ملکيان پرون ناوخته د مټاخان ولسوالۍ په عمومي واټ کې په موټرسايکل سپاره وو چې د دوى موټرسايکل په ښخ کړى شوى ماين وخوت .
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه  ملکيان ووژل شول .
هغه وسله وال طالبان د دغه ماين د ښخولومسوول وبلل .
  د وسله والو طالبانو ډلې تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم- ج –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته