په پکتيکا کې دطالبانو په راکټي بريد کې دښوونځي ددريو تنو زده کوونکو شهادت .
کابل باختر دزمري ديرشمه :
په پکتيکا ولايت کې دوسله والو طالبانو په راکټي بريد کې دښوونځي درې تنه زده کوونکي شهيدان شول .
دغه پيښه پرون ناوخته دپکتيکا ولايت د سرروضې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو له پوځيانوسره په نښته کې په يوه ګڼ ميشت کلي راکټي بريدونه وکړ .
دپکتيکا ولايت دسرروضې په ولسوالۍ کې يوه سيمه ييز مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې راکټي بريد کې دښوونځي درې تنه زده کوونکي شهيدان شول .
دغه زده کوونکي چې له اته کلنۍ څخه تر دولس کلنۍ پورې بلل شوي دي .
وسله والوطالبانو تراوسه پورې ددغه مرګاني راکټي بريد مسووليت په غاړه نه دى اخستى .