په پکتيکا کې دحقاني دشبکې د اووه تنو غړو وژل کېدل

کابل باختر دتلي  څليرويشتمه
  دحقاني په شبکې پورې اړوند اووه تنه غړي په پکتيکا کې په پوځي عملياتوکې ووژل شول .
  پر دغوجګړه مارانو نن سهار کله يې چې دښرنې ښار ته څيرمه دافغان پوځيانو او دناټو دقوتونو په کاروان بريد ته چمتو کيدل؛ دافغان پوځيانو او دناټو د قوتونو له خوا بريد وشو او ووژل شول .
ناټو باختر اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره وايي چې په دې پيښه کې دحقاني په شبکې پورې اړوند اووه تنه غړي وژل شوي دي .
ويل کيږي چې په دغو عملياتوکې افغان پوځيانو، دناټو قوتونو اوملکي وګړو ته زيان نه دې اوښتې .
ددغې خبرپاڼې دمعلوماتو له مخې،ددغو عملياتو په بهيرکې  دجګړهمارانو څو جنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکي توکي دګډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته