امنیت

په پکتيکا ولايت کې د ماين دچاودنې له امله دوه ښځې ووژلې شوې

کابل باختر دکب  دولسمه :
دپکتيکا ولايت په مربوطاتوکې په عمومي واټ کې د ښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله د يوې کورنۍ دوه غړي ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه پيښه هغه وخت وشوه چې د ملکي وګړو د سپرلۍ موټر نن سهار د پکتيکا ولايت په سلمان زي سيمه کې د طالبانو له خوا په يو ځاى پرځاى شوي ماين وخوت چې د ماين د چاودنې له امله د يوې کورنۍ دوه غړي ښځې شهيدانې شوې او دوه تنه نارينه ټپيان شول.
د پيښې ټپيان ددغه ولايت دپوليسو له خوا د ارګون ولسوالۍ روغتون ته وليږدول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته