په پکتيکاکې د آزادى په نامه پوځي عمليات پيل شول

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ١٥ :
د آزادى په نامه ګډپوځي عمليات پرون دپکتيکاولايت په خوشامندولسوالۍکې  دملي اردو او د ملي پوليسو د ځواکونو له خوا پيل شول .
د ٢٠٣ تندر قول اردو د دويمې لوا قوماندان جنرال زمرى باخترآژانس ته وويل:
دغه عمليات دياغيانو او د دولت د وسله والو مخالفينوله شتون څخه د دغو سيمو دپاکولو په مقصد دپکتيکاولايت په خوشامندولسوالۍ کې  پيل شوي دي.
ددغوعملياتو له پيل څخه تراوسه پورې د دولت دوه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه تنه نوريې ټپيان شوي دي.
دغه راز ديرش ماينونه هم کشف اوشنډکړى شوي دي .
ده څرگنده کړه چې د آزادى په نامه عمليات دغزني ولايت د مقر او ګيلان ولسواليو ته  هم پراختيا مومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته