امنیت

په پکتيا کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر  دغبرګولي  دريمه :
په پکتيا ولايت کې دناتو دځواکونو دهوايي بريد له امله پنځه  تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دپکتيا ولايت دسيدکرم ولسوال نياز محمد خليل دباختراژانس  خبريال ته وويل ګډو افغان ځواکونو تيره شپه دسيد کرم ولسوالۍ دکوسين سيمه کلابنده کړه او دناتو ځواکونو سيمه بمباري کړه چې له امله يې پنځه  تنه وسله وال طالبان ووژل شول
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، ددغو عملياتو په بهير کې يوه داشکه چې دغره په لوړه څوکه کې درول شوې وه او په دولتي ځواکونو يې ډزې کولې هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده . 
په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته