کابل/ د ليندۍ ٨ مه / باختر :
د پکتيا پوځيانو پرون په دغه ولايت کې د نشه يي توکو دانډي کولوکارخانې له ٥٠ ټنو چرسو سره کشف کړي. د باخترآژانس سيمه ييز خبريال د پکتيا د امنيتي ځواکونو له خولې وايي ؛ پوځيانو يادې کارخانې د دغه ولايت د آريوب ځاځيو ولسوالۍ په علي خيلو کلي کې په عملياتو کې کشف او له هغه څخه ٥٠ ټنه اوومه چرس او دوه سوه کيلو ګرامه انډې کړاى شوي چرس او يوشمير جنګي وسايل ترلاسه شول .
خبرځاى زياته کړه پوځيانو ترلاسه شوي نشه يي توکو ته يې له نموني اخيستنې وروسته په سيمه کې اور واچاوه .
پاى ذ