په پکتيا کې يو لوبغالى پرانستل شو
کابل – باختر د لړم دمياشتې ٨
يو لوبغالى چې د نهو زرو تنو ننداره کوونکو ظرفيت لري؛ نن په پکتيا ولايت کې پرانستل شو.
دغه لوبغالي چې د فوټبال ، واليبال ،باسکيتبال او ځغاستې ډګرونه لري؛ د آلمان په مرسته ديو مليون ډالرو په لګښت جوړ شوى دى .
دغه لوبغالى دڅمکنيو په ولسوالۍ کې چرته چې په دې وروستيو وختو کې د ورزش دبې سارې ودې ډګرو؛ جوړ شوى دى.
دپکتيا ولايت يو ورزشي مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دڅمکنيو په ولسوالۍ کې دلوبغالي جوړول به د ورزش په ودې مثبتې اغيزې ولري.
ده وويل: مخکې له دې د څمکنيو د ولسوالۍ او نوروګاونديو سيموکې دفوټبال،واليبال او دنورو څانګو ورزشکاران د معياري ډګرونو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ وو.
دپکتيا والي جمعه خان همدرد د دغه لوبغالي جوړول په دغه ولايت کې دورزش د ودې لپاره مهم ګام وباله.