٣٩- کابل /د ليندۍ ١٨مه /باختر
د پکتيا د استيناف محکمې محمد رحيم د خپلې نږور د وژنې په تور په يو علني محکمه کې په ٢٥ کاله بند محکوم کړ.
د پکتيا د محکمې يو مسوول باختراژانس ته وويل چې محمد رحيم چې د مدينې په نامه خپل نږور په بې رحمي وژلې وه او مړه يې د دريو ورځو لپاره پټ کړې و په ٢٥ کال بند محکوم شو.
د مدينې پلار وايي چې د هغې لور د هغې د ميړه، خسراو خواشې له خوا په بې رحمي سره وژلې ده او دى د عدالت غوښتنه کوي.
هغه له عدلي او قضايي بنسټونوڅخه غواړي چې مجرم د خپلو عملونو په سزا ورسوي.
ختم_ ج_اکرم
7 د یوې دقیقې څخه لږ