روغتیا

په پکتيا کې ماشومان واکسين کيږي

کابل باختر دکب څلورمه :
په پکتيا ولايت کې نن د ماشومانو د فلج يا ګوزڼ د ناروغۍ پرخلاف د واکسين د تطبيق پروګرام پيل شو .
په دې پروګرام کې به دپکتيا ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليوکې له پنځه کلنى ښکته څه ناڅه ١٧٣زره تنه ماشومان واکسين شي .
په پکتيا ولايت کې د پوليو واکسين د تطبيق د پروګرام مسوول ډاکتر نور احمد باخترآژانس ته وويل: په دې پروګرام کې به چې درې ورځې  دوام کوي؛ ٥٥٦ رضاکار ټيمونه او روغتيايي کارکوونکي برخه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته