په پکتيا کې طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى

کابل باختر دوږي  څوارلسمه :
يو ويشت تنه وسله وال طالبان د پکتيا ولايت په جاني خيلو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ډله ييز بريدکې ووژل شول .
  د دوشنبې په شپه په لسګونو وسله والو طالبانو له څو استقامتونو څخه د جاني خيلو ولسوالۍ په ادارې او پوځي تاسيساتو يرغل وکړ .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: د يرغلګرو او پوځيانو ترمنځ جګړه څو ساعته دوام وکړ او  طالبانو  ته  د سر دروند زيان په اوښتو سره تيښتې ته اړ شول.
د پکتيا ولايت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې ۲۱ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر نور يې ټپيان شول .
خپرپاڼه زياتوي چې يرغلګرو د سر د زيان په زغملو سره تيښتې ته اړ شول او د هغوى يوه اندازه وسلې هم د پوځيانو لاس ته ورغلي دي.
د پکتيا ولايت سيمه ئيزو مقاماتو په دغو جګړوکې دڅلورو تنو پوځيانو شهادت  تاييدوي .
  خو يوشمېر خبرځايونو په دې جګړه کې دپوځيانو د سر د زيان شمېر ۱۳ تنه بولي .
  ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته