په پکتيا کې زده کړو ته د هڅونې په موخه کمپاين ترسره شو

ګرديز باختر د کب دمياشتې ٢٩ مه
نن د پکتيا ولايت د مرکز ګرديز ښار په ګډون په لجه منګل ولسوالۍ کې زده کړو ته د هڅونې په موخه پراخ کمپاين ترسره شو.
د باختر اژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې:
د دغه کمپاين په ترڅ کې قومي مشرانو پريکړه وکړه ،هغه کسان چې خپل ماشومان ښوونځيو ته نه استوي په نغدي ډول به جريمه کېږي.
د ځايي خلکو په وينا، له دغه تړون څخه یې هدف زده کړو ته د ماشومانو هڅول دي،څو د نوي عصر له غوښتنو سره سم وروزل شي.
دوی د نورو ولسواليو په ولسونو هم غږ کړی دی، چې په دغه ولايت کې د ښوونې او روزنې د بهير د پیاوړتيا په موخه ورته ګامونه واخلي.پاى _ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته