امنیت

په پکتيا کې د پاکستان يو تبعه له لسګونو ميلو وسلو سره ونيول شو .

کابل باختر د ثورپنځلسمه :
يو پاکستاني  تبعه له لسګونو  ميلو وسلو او څه د پاسه يوسلو  شپيتو صندوقو ګوليو سره په پکتيا کې ونيول شو .
دغه پاکستاني تبعه چې په پکتيا ولايت کې طالبانو ته د وسلو او مهماتو د لېږدولو  مسووليت په غاړه درلود  پرون په دغه ولايت کې د ملي امنيت د ځواکونو له خوا ونيول شو .
  د پکتيا د ملي امنيت يوه مسوول  د باختراژانس خبريال ته وويل چې؛ له دغه سړي  څخه يو سلو لس  ميله کلاشينکوفونه  ، نهه شپيته ډول ډول تومانچې  درې ميله سنايپر او د سپکو وسلو يو سلو اته شپيته صندوقه ګولې له يوه ډينا موټر سره ترلاسه شوي دي .  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته