په پکتيا کې د نښتر ګل مشاعره
کابل – باختر د زمري دمياشتې ٣١
د نښتر ګلو د مشاعرې غونډه د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا په ګرديز ښارکې جوړه شوه.
د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد شفا مشفق دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې غونډه کې د پکتيا په والي نصرت الله ارسلا برسيره د ننګرهار، خوست، ميدان وردګو، لوګر، پکتيا او د پکتيکا د ولايتونو شاعرانو هم ګډون کړى د.
د غونډې په پيل کې د مشاعرې په باب د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالباري جهاني پيغام د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس له خوا ولوستل شو.
په پيغام کې د هيواد د قومونو ترمنځ د سولې، يو والى او پيوستون او د ملى شاعرانو يادونه شوې ده.
خبرځاى زياته کړه: په دې غونډه کې شاعرانو د هيواد په کچه همغږۍ او ګډ ژوند ته وهڅول شول.