ټولنه

په پکتيا کې د نيالګيو د ايښودلوکمپاين پيل شو

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٣
يو نيالګى د ځان لپاره او يو هم د هيواد لپاره کيږدئ چې چاپيريال مو پاک او سمسور شي او هېوادوال له ناروغيو څخه وژغورل شي.
دغه ټکى د پکتيا والي نصرت الله ارسلا په دغه ولايت کې د نيالګيو د کمپاين د پيل په مراسموکې له خبريالانو سره څرګندکړ.
د پکتيا والي زياته کړه: په دغه يوه مياشتني کمپاين کې به د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليوکې ٥٠٠ زره نيالګي کيښودل شي.
ده په ټولو هېوادوالو غږ وکړچې د نيالګيو په ايښودلو برسيره د نيالګيو ساتنې او پالنې ته هم جدي پاملرنه وکړي .
ارسلا په دغه ولايت کې د ټولو دولتي ادارو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د خپلو ادارو برسيره د ژوندانه د چاپيريال د سمسورتيا په خاطر هم هلې ځلې وکړي.
دپکتيا ولايت د کرنې رييس ذبيح الله حسن زي وويل: دولتي ادارو، امنيتي ارګانونو، ولسواليو، پوهنتون، ديني مدرسو، ښوونځيو ، جوماتونو او روغتيايي مرکزونو ته ميوه لرونکي او بې ميوې نيالګي په وړيا ډول ورکول کيږي.
ده وويل چې دوى د قومي مشرانو په همکارۍ هڅې پيل کړې دي چې د ځنګلونو د د غوڅولو د مخنيوى په خاطر يو لړ پروګرامونه ترسره کړي او په هغو ځنګلونوکې چې ونې يې غوڅې شوې دي؛ خلک چمتو دي چې نوي نيالګي پکې کيږدي.
د نيالګيو د ايښودلو د کمپاين برخه والو ژمنه وکړه: موږ په په خپلو سيموکې نيالګي کيږدو او د هغو د ساتنې او پالنې ترڅنګ به نور هېوادوال هم وهڅوو چې د خپلو سيمو د سمسورتيا په خاطر نيالګي کيږدي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته