ټولنه

په پکتيا کې د لسو ميليونو افغانیو په لګښت ددووپرژوتړونونه لاسلیک شوې

ګردیز باختر د وږی د میاشتې ۲۸ مه
د پکتيا ولايت د کليودبياجوړولو او پراختيا رياست له خوا د شواک اود اريوب ځاځي ولسواليو له سيمه یيزو شوراګانو سره د ۱۰ ميليونو افغانيو په لګښت د دوو پروژو قرار دادونه لاسليک شول.
د پکتيا د والي ویاند عبدالله حسرت باختر ژانس ته وویل چې په دغو پروژو کې د شواک ولسوالۍ له شورا سره د ۳.۲ کېلو متره سړک او يو شمېر پلګوټې شامل دي.
د يادونې وړ ده، چې د دغو پروژو لګښت د مالیې وزارت د مشروطه بوديجې لخوا ورکول کېږي، چې چارې به یې په راتلونکو درېيو مياشتوکې بشپړې شي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته