امنیت

په پکتيا کې د دوو تنو قاتل ونيول شو

_ګرديز باخترد غويي د مياشتې ١٢ مه په پکتيا ولايت کې د هغو دوو تنو قاتل ونيول شو چې څه موده مخکې يې د کابل په بګراميو ولسوالۍ په دوو تنو ډزې کړې وې. ځايي چارواکي وايي چې په دغو ډزو کې يو تن وژل شوى وو او يو بل تن سخت ټپي شوى وو. د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې،نيول شوى قاتل رحمان الله نوميږي او په خپل جرم يې اعتراف هم کړى دى.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته