کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
دپکتيا ولايت په سلګوتنو اوسيدونکو نن دجمهورى رياست دنوماند ډاکتر اشرف غنى احمد زي له پروګرامونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
دپکتيا له ولايت څخه دباختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې :
دخلکو دغه ملاتړ د ګرديز په ښارکې د اشرف غني احمد زي د انتخاباتي دفتر دپرانستلو په بهير کې اعلام شو .
په ولسي جرګه کې دپکتيا دخلکو استازي ګل پاچا مجيدي هم داشرف غني احمد زي دانتخاباتي بهير مسوول ظاهر قدير خلکوته ډاډ ورکړ او ويې ويل داشرف غني احمد زي په پروګرامونو کې چې دهيواد په کچه يو پيژندل شوې علمي څيره ده دپوهنې او فرهنګ بيارغاونه او د نورو برخو وده او پراختيا شامله ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ