کابل باختر د تلي لسمه :
په پکتيا ولايت کې پرون دماين د چاودنې له امله يو ملکي وګړى شهيد او يوتن بل ټپي شو .
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال اوريا خيل باختراژانس ته وويل : دغه چاودنه دمقناطيسي ماين زيږنده وه چې په يو سراچه ډوله موټر کې ځاى پرځاى شوي و او دڅمکنۍ ولسوالۍ په شرنيه ساحه کې ترسره شوه چې له امله يې ددغه ولسوالۍ پخوانى ولسوال جنت خان ټپي او دهغه ورور شهيد شو .
امنيه قوماندان وايي په زيات ګومان سره دغه ډار اچوونکى عمل دطالبانو له خوا ترسره شوي وي خو هغوى غواړي دهيواد په بيلابيلو سيموکې امنيت ګډوډ کړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ