امنیت

په پکتيا کې دشيعه ګانو په جومات ځانمرګي بريد

کابل باختر دزمري دولسمه : په پکتيا ولايت کې دشيعه ګانو په يو جومات ځانمرګى بريد وشو . درارسيدلو خبرونو له مخې، يوه ځانمرګى بريدګر ټيک هغه وخت په خپل بدن کې ځاى پرځاى شوي بم وچاوه چې په لسګونو تنه لمونځ کوونکي دګرديز ښار دخواجه حسن په جامع جومات کې دجمعې دلمانځه په اداکولو بوخت وو . دپکتيا دوالي وياند عبدالله حسرت باختراژانس ته وويل چې تراوسه پورې له دغې پيښې څخه څلويښت مړي او ټپيان دګرديز ښار روغتونونو ته ليږدول شوي دي . تراوسه پورې ددغه ځانمرګي بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو مخکې له دې وسله وال طالبان او داعشيان په افغانستان کې ددغه شان پيښو مسوول بلل شوي دي . په پکتيا کې روغتيايي چارواکو ددغې ځانمرګي پيښې له امله داتو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله . ددې پيښې زيات جزئيات وروسته خپريږي . ختم _ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته