اقتصاد

په پکتيا کې دشاتو توليد زيات شوى دى .

کابل باختر دوږي اوومه : په پکتيا کې په کال کې اووه سوه ټنه شات توليديږي . دپکتيا ولايت دکرنې اوبو لګولو اومالدارى رييس وحيد احمد تسل باختراژانس ته وويل چې په پکتيا کې دشاتو دمچيو روزونکي په کال کې له سلو زرو صندوقو څخه کابو اووه سوه ټنه شات ترلاسه کوي . ده زياته کړه چې همدا اوس ددغه ولايت په کچه دشاتودمچيو دروزنې شپږ سوه فارمونه شته چې په دغو فارمونو کې درې زره تنه دشاتوپه توليد بوخت دي . دفارمونو خاوندان له دولت څخه غواړي چې دکاري ظرفيت په لوړولو اودشاتو لپاره په بازار موندونو کې له دوى سره مرسته وکړي . دغه راز دوى وايي چې ډير زيات شات په پکتيا کې توليديږي . اوبايد په دې برخه کې پانګونه وشي او دشاتو دپروسس يوه فابريکه هم جوړه شي چې دبې کيفته پاکستاني شاتو د وارداتو مخه ونيول شي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته