په پکتيا کې دتيرکال د خونړۍ ځانمرګې بريد سازمانورکوونکى ونيول شو .

 

کابل باختر د وږي ٣١

 هغه قوماندان چې ويل کيږي تيرکال يې په پکتيا ولايت کې خونړۍ ځانمرګې بريد ته سازمان ورکړى و؛  نن  په پوځي عملياتو کې ونيول شو .

  د ياغي طالبانو دغه قوماندان چې هويت يې نه دې  څرګند شوى، نن سهار  دسيد کرم ولسوالۍ  په مربوطاتو کې په خپل پټنځي  کې  دافغان  ځواکونو او دناټو دپوځيانو په عملياتو کې ونيول شو .

  ناټو د يو خبرپاڼې په خپرولو سره  ويلى دى  چې دياغيانو دغه قوماندان  دپکتيا ولايت په څمکنيو ولسوالۍکې د تيرکال ځانمرګې بريد ته  سازمان ورکړى و  چې څو تنه  افغان پوځيان  پکې وژل شوي و .

  خبرپاڼه زياتوي  چې په دغو عملياتو کې يو ياغي وژل شوى  او يو شمير يې  نيول شوي دي .

  ناټو وايي  چې په دغو عملياتو کې ملکي وګړو ته زيان نه دې رسيدلي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته