ګرديز باختر د وږی د میاشتې ۱۶ مه
د پکتيا ولایت په احمد ابا ولسوالي کې د ګډو افغان ځواکونو د پلنګ په نامه په پیل شويو چاڼيزو عملياتو کې پنځو تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
د۲۰۳تندرقول اردو د اوپراسیون مرستیال ډګرمن حکیم خان امین باختراژانس ته وویل چې په پیل شويو چاڼيز عملیاتو کې د احمد ابا ولسوالۍ د وچ غړک په سيمه کې درې تنه وسله وال وژل شوي او دوه تنه نور يې ټپيان دي.
امين وايي دغه راز د غوڅ ملاتړ ځواکونو له خوا د زرمت ولسوالي د چوڼۍ او شېخانو په سيمه کې هوايي برید ترسره شوي چې له امله یې دوه تنه مخالفين وژل شوي دي او يو شمېر وسله يې هم له منځه وړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د پلنګ په نامه د افغان ګډو ځواکونو چاڼيز عمليات پنځه ورځې وړاندې د پکتيا ولایت په احمد ابا ولسوالي کې پیل شوي او ترهغه به دوام وکړي څو سيمه په بشپړ ډول د وسله والو مخالفينو له شتون څخه نه وي پاکه شوي.
پای/وصال
1 1 دقیقه لوستل