کابل باختر د زمري درې ويشتمه
دهغو شهيدانو له کورنيو سره چې په پکتيا ولايت کې دتروريستي پيښو له امله شهيدان شوي دي نن نغدي مرستې وشوې .
دپکتيا دوالي ويندوى په دې اړوند باختر اژانس ته وويل دجمهوري رياست دفرمان له مخې دهغو شهيدانو له کورنيو سره چې دوسله والومخالفينو دتروريستې بريدونو او درندو وسلو د ډزو له امله شهيدان شوي دي نغدي مرسته وشوه او دهر شهيد له کورنۍ سره دسلو زرو افغانيو او له هر ټپي سره دپنځوسو زرو افغانيو مرسته وشوه .