په پکتيا ولايت کې دطالبانو دډلې ديوه سيمه ئيز قوماندان نيول کيدل .

کابل باختر د لړم  نهه ويشتمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يو سيمه ئيز قوماندان  له دوو تنو افرادو سره يې  تيره شپه  په پکتيا ولايت کې  ونيول شو .
په  دغه قوماندان هغه وخت چې په تروريستي  فعاليتونوبوخت و ، دپکتيا ولايت مرکز ګرديز ښار په مربوطاتو کې دملي اردو  ديوې ډلې سرتيرو له خوا  بريد وشو او ونيول  شو .
دپکتيا ولايت  يوه سيمه ئيز مسوول  دباختراژانس خبريال ته وويل چې نيول شوى سړى  په ګرديز ښار کې  په څو تروريستي پيښو کې لاس درلود .
ويل کيږي  چې په دې پيښه کې چاته زيان  نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته