په پکتيا ولايت کې دسولې او دملي يو والى اوونۍ ونمانځل شوه .
کابل باختر د تلې ٦:
دسولې او دملي يو والى د اوونۍ او دسولې دعالي شورا دپخواني رييس استاد پروفيسر برهان الدين رباني دشهادت دلومړۍ تلين پرون په پکتيا ولايت کې درناوى وشو .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله دګرديز ښاروالي دکنفرانسونو په تالار کې جوړه شوى وه، ملکي او نظامي مسوولينو، د ولايتي شورا او دسولې دشورا رييسانو، قومي مخورو او دغه ولايت په سلګونو تنو اوسيدونکو ګډون کړي و .
دباختر اژانس دسيمه ييز خبريال دخبر له مخي: په دې غونډه کې دپکتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد وويل: سوله او امنيت دشعارونو په ورکولو سره نه تامنيږي موږ بايد په عملي توګه دسولې د تينګښت په لاره کې کار وکړو .
دپکتيا والي د جوماتونو له امامانو، روحانيونو او قومي مخورو څخه وغوښتل چې دسولې د ټينګښت په لاره کې له هيڅ راز همکارى څخه دډه ونه کړي .
ده ددغه ولايت دسولې دشورا رييس ته دنده وسپارله چې له مخالفينو سره اړيکې ونيسي او هغوى دې ته وهڅوي چې له جګړې څخه لاس واخلي او دسولې له بهير سره دې يوځاى شي .
دغه راز په دې غونډه کې نورو ويناوالو هم په هيواد کې سوله او مفاهمه له جګړې څخه غوره وبلله اوله مخالفينو څخه يې وغوښتل چې دجګړې او ورور وژنې څخه دې لاس واخلي او دسولې له بهير سره يوځاى شي .
دوى په هيوادکې دميشتو قومونو اومليتونو ترمنځ په يو والى او پيوستون باندې ټينګار وکړ .