امنیت

په پکتياکې يو ماين ښخوونکى ونيول شو

کابل باختر د غبرګولي د مياشتې  ٢١:
په پکتيا ولايت کې يو ماين ښخوونکى ونيول شو.
دغه سړى چې د طالبانو په ډلې پورې اړوند بلل شوى دى؛ پرون ناوخته هغه وخت ونيول شو چې غوښتل يې د سيدکرم ولسوالۍ په يوه ګڼ ميشته لاره کې ماين ښخ کړي .
د پکتيا ولايت امنيه قوماندان جنرال زلمي اورياخيل دباخترآژانس خبريالته وويل چې امنيتي مامورينو د ده په نيولو سره د يوې چاودنې مخه نيولې ده .
ده وويل: ماين ښخوونکى غوښتل دغه ماين د سيدکرم ولسوالۍ په يوه ګڼ ميشت سړک کې ‌ښخ کړي؛ په هغه لاره کې چې هره ورځ په لسګونو ملکي وګړي تګ راتګ کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته