فرهنګ

په پکتياکې ليکوال وستايل شول

کابل باختردوري دمياشتې ١٠ :

دسيدکرم فرهنګي اوټولنيزي ټولنې په بيلابيلو برخو کې شپږتنه ليکوالان  په پکتيا کې وستايل .

دغه ټولنه  چې مقريي په سيدکرم ولسوالۍ کې دي دچهارشنبې په ورځ ديوې غونډي په ترڅ کې شپږتنه ليکوالان چې په خپلو کارونو کې وړتياښودلې وه وستايل .

دپوهنتون درې تنه استادان ،  دښوونځي يو ښوونکې ، دپکتيادراډيو تلويزيون آمر اوپه مشرانو جرګه کې دپکتيا ولايت يوسناتورهغه کسان دي چې پرون  دسيدکرم فرهنګي اوټولنيزي ټولنې ددوي کارونه وستايل .

ددغې ټولنې مسوول نوروز زاهد باختراژانس ته وويل چې ستايل شوي کسان په پکتيا کې  دفرهنګ دپراختيا اودځوانانو دپوهنې دکچې په لوړلو کې زياتي هلې ځلې کړي دي.

زاهد وويل چې دوي به دښو اوزياتو کارونوپه خاطر دليکوالانو دهڅونې  په لاره کې دستاينې  اودرناوي پروګرامونوته دوام ورکړي.

دسيدکرم  اجتماعي اوفرهنګي ټولنه دوه  کاله مخکې دفرهنګ اوادب  په پراختيا کې دکار په مقصد جوړشوې ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته