فرهنګ

په پکتياکې دځوانو شاعرانوله خوا شعر لوستلو غونډه جوړه شوه

کابل باختردوري دمياشتې ١٠ :

په پکتيا ولايت کې د شعر ويلو غونډه جوړه شوه

دغه غونډه دسيدکرم دفرهنګي اوټولنيزي ټولنې له خوا دشلو تنو ځوانو شاعرانو په ګډون په ګرديزښارکې جوړه شوې وه .

شاعرانو دمشاعري په دي غونډۀ کې په بيلابيلو قالبونو کې خپل شعرونه ولوستل  .

دسيدکرم دفرهنګي او ټولنيزي ټولنې مسوول نوروز زاهد باختراژانس ته وويل  چې زياتره ددغو شاعرانو شعري موضوعګانو دپکتيا ځوانانو ته دهڅونې جنبه درلوده .

ده وويل چې ځينو شاعرانو دروان کال  دکانکور په ازموينه کې دسيدکرم دښوونځيو دفارغانو  په ستاينې شعرونه ويلي  و.

دخبرونوله مخې دپکتياولايت دسيدکرم ولسوالۍ دسيدکرم دليسې په سلو کې پنځه شپيته  فارغان دسږکال دکانکورپه ازموينه کې  دهيواد لوړوزده کړو ته په لاري موندني بريالي شوي دي .

دسيدکرم دفرهنګي او ټولنيزې ټولنې مسوول وويل  چې  دوي دپکتيا دځوانو شاعرانو او ليکوالو داستعدادونو دودي لپاره تل دشعراو داستان دکره کتنې او شعر ويلو غونډي جوړوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته