کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٩
دهرات ولايت دپښتون زرغون ولسوالۍ دنيزان دښتې په امنيتي پوستې دوسله والو طالبانو يرغل تيره شپه د دويم ځل لپاره له ماتې سره مخامخ شو په دې جګړه کې د دولت نهه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
داسې ويل کيږي چې دياغيانو قوماندان هم په دې جګړه کې وژل شوي دي .
دهرات د پوليسو مسولين وايي دياغيانو مړي دجګړې په ډګر کې پاتې دي داپه داسې حال کې ده چې دوه شپې مخکې هم په دغې پوستې دوسله والو طالبانو پراخ بريد له ماتې سره مخامخ شوى و او په هغې جګړه کې هم اولسو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په يوبل خبرکې ويل شوې دي چې يو تن وسله وال مخالف د کشک رباط سنګي په ولسوالۍ يې کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شو.
دغه سړى ديکه دوکان په سيمه کې ددغې ولسوالۍ دامنيتي قوماندانۍ له پوليسو سره په جګړه کې وژل شوى دى .
ددغه سړي مړى هم له يوې پيکا ماشينګنې سره دپوليسو لاس ته ورغلى دى .