امنیت

په پيښور کې دچاودنې له امله لسګونه تنه ووژل شول .

– پيښور   ډى  ډ ان باختر دتلې دمياشتې ٧
دپيښور ښار په قصه خواني بازار کې دپوليسو يو مرکز ته څيرمه دبم دچاودنې له امله نن څه ناڅه نهه ويشت تنه  ووژل شول او څه د پاسه اوويا نور ټپيان شول اوڅه دپاسه اوويا تنه نور ټپيان شول .
دپوليسو دڅرګندونو له مخې ، دغه چاودنه د يو موټر بم له امله وشوه چې دپوليسو مرکز ته څيرمه درول شوى و .
دپيښور کميشنرۍ په دغه چاودنه کې دلسوتنو وژل کيدل تاييدکړل خو د ژغورنې دعملي خبرځايونو تاييد کړه چې دماشومانو په ګډون څه دپاسه څلويښت تنه ټپيان او دليدي ريدينګ روغتون ته ليږدول شوي دي.
دروغتون خبرځايونو وويل  : چې په دې چاودنه کې نهه ويشت تنه  ووژل شول او دليدي ريدينګ په روغتون کې بيړنۍ حالت اعلام شوى دى ، ددغې چاودنې له امله څو نقليه واسطې هم  زيانمنې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته