امنیت

په پيښورکې د ډزو له امله درې تنه ووژل شول.

–  پيښور- دى نيوز انترنشنل – باختر دسلواغې دمياشتې ٧
دپيښور د بډه  بيرې په سيمه کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو   د ډزو له
امله  درې تنه   ووژل شول او يو تن  بل ټپي  شو .
دباختر آژانس دخبرله مخې . 
دغه پيښه نن سهار د بډه بيرې د موسي خيلو په ناحيه کې هغه وخت رامنځته شوه چې ناپيژندل شوي وسله وال کسان يو کورته ننوتل او ډزې يې وکړې چې د دريو تنو د وژل کيدو او د يونن بل دټپي کيدو سبب شول .
مړي او ټپي دليدى ايدينګ  روغتون ته  ليږدول شوي دي او بريد کونکي  په تيښتې بريالي شول.
دبډه بيرې سيمه دخيبر_ پښتونخوا ايالت يوه سيمه ده چې تل  د ډار اچونکو دبريدونو ډګر  دى او په دې  باب د نوې خبرله مخې دغو دريو تنو له عوامي ملي ګوند سره همکاري لرله.
ديوبل خبرله مخې :  د شمالي وزيرستان په مرکز ميرعلي کې د پاکستان دهوايي ځواکونو د توپ لرونکو هليکوپترونو په  بريد کې نن څه ناڅه   دوه تنه  ووژل شول شمالي وزيرستان د ډيورند له کرښې اخوا موقعيت لري او زياتره بې پيلوټه امريکايي الوتکې په  دې قبايلي سيمه کې د طالبانو په پټنځايونو بريدونه کوىي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته