امنیت

په پيښورکې د يوې ترافيکي پيښې له امله ٢١ تنه ووژل شول

اسلام ابادباختر دمرغومي شپږ ويشتمه :
د پاکستان د سند ايالت په نواب شاه ښارکې د ترافيکي پيښې له امله٢١تنه ووژل شول.
دغه پيښه پرون رامنځته شوه او په هغې کې د ښوونځي د زده کوونکو د سپرلۍ بس موټرله يوې لاري سره ټکر وکړ چې له امله يې د ښوونځي ١٨ تنه زده کوونکي او ٣ تنه ښوونکي ووژل شول.
دغه زده کوونکي چې له لس کلنې څخه تر شپاړلس کلنې پورې وو؛ د بس موټرپه واسطه د دولت پور له ښارګوټي څخه نواب شاه ته ورغلي وو او د ستنيدو په لاره کې له پيښو سره مخامخ شول چې د يو ويشتو تنو په وژل کيدو سربېره، يوولس تنه نور ټپيان شول چې د شپږ تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
د پاکستان د خبري منابعو د خبر له مخې: دغه پيښه دلاري موټر چلوونکى د بې احتياطى او ګړندي تګ زيږنده ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته