په پيښورکې د افغانستان دتجارتي اتشه قاري هلال الدين وقاد د شهادت له امله دجمهوري رياست دسرپرست مارشال محمدقسيم فهيم د ډاډګيرنې پيغام !
کابل باخترد ثور دمياشتې ١٠ :
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې په پيښورکې د افغانستان د تجارتي اتشه قاري هلال الدين وقاد او محمدادريس د هغه ځانمرګى بريد له امله چې په پيښور ښارکې وشو؛ شهيدان شول.
زه دغه زړه بوږنوونکى جنايت ته چې د تروريستانو له خوا په دغه هيوادکې سازمان ورکړشوى و او دغه راز دګاونډي هيواد پاکستان ديوشمير مسلمانو خلکو د شهادت سبب هم شو؛ په کلکه غندم .
دخپلې ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب د افغانستان د خلکو، د جهاد او مقاومت شخصيت او د سولې د عالي شورا جګپوړى غړى قاضي محمدامين وقاد او د هغو نورو دوستانو اوکورنيو ته وړاندې کوم .
د لوى خداى (ج) له دربارڅخه په پيښورکې د پرونى تروريستي پيښې شهيدانو ته د فردوس جنت او د هغوى دوستانو اوکورنيو ته د زغم اوصبر هيله کوم.