نړۍ

په پيښورښارکې د ځانمرګى بريد له امله ٥٦ تنه ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
د پيښور ښار د قصه خانې په بازارکې نن د ځانمرګى بريد له امله خه ناڅه ٥٦ تنه ووژل شول او اويا تنه نور تپيان شول .
دباختر آژانس دخبرله مخې: ځانمرګى يرغلګر ځان په پيښور ښارکې يوې کليسا ته څېرمه کوهاټي دروازې په وړاندې وچاوه.
د يوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي چې ښځې او ماشومان پکې شاملي دي او ځنې يې په روغتيايي حالت کې دي چې ددغې پيښې د سر د زيان دشمېر د زياتوالى امکان شته.
دپيښور ښار کميشنر صاحبزاده د سر د زيان شمېر تاييد کړ او وې ويل چې په دې پيښه کې ٤٥ تنه ټپيان شوي دي.
ديو عيني شاهد دڅرګندونو له مخې: دچاودنې په وخت کې څه دپاسه ٥٠٠ تنه په کليسا کې وو .
په دې بريدکې يو پوليس وژل شوى او يوبل پوليس ټپي شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته